د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت اعراف

❯

سورت اعراف · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 169

7:150↗
وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰٓ إِلَىٰ قَوۡمِهِۦ غَضۡبَٰنَ أَسِفٗا قَالَ بِئۡسَمَا خَلَفۡتُمُونِي مِنۢ بَعۡدِيٓۖ أَعَجِلۡتُمۡ أَمۡرَ رَبِّكُمۡۖ وَأَلۡقَى ٱلۡأَلۡوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأۡسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُۥٓ إِلَيۡهِۚ قَالَ ٱبۡنَ أُمَّ إِنَّ ٱلۡقَوۡمَ ٱسۡتَضۡعَفُونِي وَكَادُواْ يَقۡتُلُونَنِي فَلَا تُشۡمِتۡ بِيَ ٱلۡأَعۡدَآءَ وَلَا تَجۡعَلۡنِي مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ
7-150 او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: تاسو له ما نه وروسته زما بد (او خراب) نيابت كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه دې قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه
7:151↗
قَالَ رَبِّ ٱغۡفِرۡ لِي وَلِأَخِي وَأَدۡخِلۡنَا فِي رَحۡمَتِكَۖ وَأَنتَ أَرۡحَمُ ٱلرَّٰحِمِينَ
7-151 (موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې
7:152↗
إِنَّ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ ٱلۡعِجۡلَ سَيَنَالُهُمۡ غَضَبٞ مِّن رَّبِّهِمۡ وَذِلَّةٞ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَاۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُفۡتَرِينَ
7-152 بېشكه هغه كسان چې سخى يې (معبود) نیولى دى، ژر به دوى ته د خپل رب له جانبه غضب ورسېږي او په دنيايي ژوند كې ذلت او همدارنګه مونږ بهتان تړونكو ته سزا وركوو
7:153↗
وَٱلَّذِينَ عَمِلُواْ ٱلسَّيِّـَٔاتِ ثُمَّ تَابُواْ مِنۢ بَعۡدِهَا وَءَامَنُوٓاْ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعۡدِهَا لَغَفُورٞ رَّحِيمٞ
7-153 او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
7:154↗
وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى ٱلۡغَضَبُ أَخَذَ ٱلۡأَلۡوَاحَۖ وَفِي نُسۡخَتِهَا هُدٗى وَرَحۡمَةٞ لِّلَّذِينَ هُمۡ لِرَبِّهِمۡ يَرۡهَبُونَ
7-154 او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي
7:155↗
وَٱخۡتَارَ مُوسَىٰ قَوۡمَهُۥ سَبۡعِينَ رَجُلٗا لِّمِيقَٰتِنَاۖ فَلَمَّآ أَخَذَتۡهُمُ ٱلرَّجۡفَةُ قَالَ رَبِّ لَوۡ شِئۡتَ أَهۡلَكۡتَهُم مِّن قَبۡلُ وَإِيَّٰيَۖ أَتُهۡلِكُنَا بِمَا فَعَلَ ٱلسُّفَهَآءُ مِنَّآۖ إِنۡ هِيَ إِلَّا فِتۡنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَآءُ وَتَهۡدِي مَن تَشَآءُۖ أَنتَ وَلِيُّنَا فَٱغۡفِرۡ لَنَا وَٱرۡحَمۡنَاۖ وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلۡغَٰفِرِينَ
7-155 او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، موسٰی وویل: اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، نو تا به دوى مخكې هلاك كړي وو او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې په مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او پر نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲