د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت مائده

❯

سورت مائده · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 127

5:114↗
قَالَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلۡ عَلَيۡنَا مَآئِدَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدٗا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةٗ مِّنكَۖ وَٱرۡزُقۡنَا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ
5-114 د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته پر مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې
5:115↗
قَالَ ٱللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيۡكُمۡۖ فَمَن يَكۡفُرۡ بَعۡدُ مِنكُمۡ فَإِنِّيٓ أُعَذِّبُهُۥ عَذَابٗا لَّآ أُعَذِّبُهُۥٓ أَحَدٗا مِّنَ ٱلۡعَٰلَمِينَ
5-115 الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه نازلوونكى یم، بيا چې تاسو كې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه به هغه ته عذاب وركوم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته به هم هغه شان عذاب نه وركوم
5:116↗
وَإِذۡ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبۡنَ مَرۡيَمَ ءَأَنتَ قُلۡتَ لِلنَّاسِ ٱتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَٰهَيۡنِ مِن دُونِ ٱللَّهِۖ قَالَ سُبۡحَٰنَكَ مَا يَكُونُ لِيٓ أَنۡ أَقُولَ مَا لَيۡسَ لِي بِحَقٍّۚ إِن كُنتُ قُلۡتُهُۥ فَقَدۡ عَلِمۡتَهُۥۚ تَعۡلَمُ مَا فِي نَفۡسِي وَلَآ أَعۡلَمُ مَا فِي نَفۡسِكَۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلۡغُيُوبِ
5-116 او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ؟ عیسٰی وویل زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وَى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې پر هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم پر هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته پر غیبو ښه عالم يې
5:117↗
مَا قُلۡتُ لَهُمۡ إِلَّا مَآ أَمَرۡتَنِي بِهِۦٓ أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمۡۚ وَكُنتُ عَلَيۡهِمۡ شَهِيدٗا مَّا دُمۡتُ فِيهِمۡۖ فَلَمَّا تَوَفَّيۡتَنِي كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيۡهِمۡۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ
5-117 ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم تر څو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه پر دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې
5:118↗
إِن تُعَذِّبۡهُمۡ فَإِنَّهُمۡ عِبَادُكَۖ وَإِن تَغۡفِرۡ لَهُمۡ فَإِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ
5-118 كه چېرې ته دوى ته عذاب وركوې، نو یقینًا دوى ستا بنده ګان دي او كه چېرې ته دوى ته بخښنه كوې، نو بېشكه هم ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې
5:119↗
قَالَ ٱللَّهُ هَٰذَا يَوۡمُ يَنفَعُ ٱلصَّٰدِقِينَ صِدۡقُهُمۡۚ لَهُمۡ جَنَّٰتٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ
5-119 الله وفرمایل: دا ورځ ده چې رښتينو ته به د هغوى رښتیا ویل فايده وركوي، د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې تل ترتله وي، الله له دوى نه راضي دى او دوى له هغه نه راضي دي، همدا ډېره لویه كامیابي ده
5:120↗
لِلَّهِ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا فِيهِنَّۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرُۢ
5-120 خاص د الله لپاره ده بادشاهي د اسمانونو او د ځمكې او د هغه څه چې په دغو كې دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲