د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مائده · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 124
5:96↗
أُحِلَّ لَكُمۡ صَيۡدُ ٱلۡبَحۡرِ وَطَعَامُهُۥ مَتَٰعٗا لَّكُمۡ وَلِلسَّيَّارَةِۖ وَحُرِّمَ عَلَيۡكُمۡ صَيۡدُ ٱلۡبَرِّ مَا دُمۡتُمۡ حُرُمٗاۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِيٓ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ
5-96 ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ
5:97↗
۞ جَعَلَ ٱللَّهُ ٱلۡكَعۡبَةَ ٱلۡبَيۡتَ ٱلۡحَرَامَ قِيَٰمٗا لِّلنَّاسِ وَٱلشَّهۡرَ ٱلۡحَرَامَ وَٱلۡهَدۡيَ وَٱلۡقَلَٰٓئِدَۚ ذَٰلِكَ لِتَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ يَعۡلَمُ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَأَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ
5-97 كعبه، چې د عزت كور دى، الله د خلقو د قیام سبب ګرځولې ده او د عزت میاشت او د حرم قرباني او امېل والا څاروي، دا د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې یقینًا الله پوهېږي پر هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او پر (هر) هغه څه چې په ځمكه كې دي او دا چې یقینًا الله پر هر شي ښه پوه دى
5:98↗
ٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ وَأَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ
5-98 تاسو پوه شئ چې بېشكه الله سخت عذاب والا دى او دا چې بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
5:99↗
مَّا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلۡبَلَٰغُۗ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تُبۡدُونَ وَمَا تَكۡتُمُونَ
5-99 د رسُول په ذمه نشته مګر يواځې (د حق) رسَول، او الله پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او پر هغه څه چې تاسو يې پټوئ
5:100↗
قُل لَّا يَسۡتَوِي ٱلۡخَبِيثُ وَٱلطَّيِّبُ وَلَوۡ أَعۡجَبَكَ كَثۡرَةُ ٱلۡخَبِيثِۚ فَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ
5-100 ته ووایه: ناپاك او پاك سره برابر نه دي اګر كه تا د ناپاكو ډېروالى په تعجب كې واچوي، نو اى د خالص عقل خاوندانو! تاسو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
5:101↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَسۡـَٔلُواْ عَنۡ أَشۡيَآءَ إِن تُبۡدَ لَكُمۡ تَسُؤۡكُمۡ وَإِن تَسۡـَٔلُواْ عَنۡهَا حِينَ يُنَزَّلُ ٱلۡقُرۡءَانُ تُبۡدَ لَكُمۡ عَفَا ٱللَّهُ عَنۡهَاۗ وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٞ
5-101 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (،نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى
5:102↗
قَدۡ سَأَلَهَا قَوۡمٞ مِّن قَبۡلِكُمۡ ثُمَّ أَصۡبَحُواْ بِهَا كَٰفِرِينَ
5-102 یقینًا له تاسو نه مخكې یو قوم دغه غوښتنې كړې وې (لكه نصاراوو دسترخوان او ثموديانو اوښه غوښتې وه)، بیا دوى په هغو (يا په سبب د هغو سره) كافر شول
5:103↗
مَا جَعَلَ ٱللَّهُ مِنۢ بَحِيرَةٖ وَلَا سَآئِبَةٖ وَلَا وَصِيلَةٖ وَلَا حَامٖ وَلَٰكِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يَفۡتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَۖ وَأَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡقِلُونَ
5-103 الله نه ده مقرر كړې )د شرعي حكم په طور) هېڅ بَحیره او نه سايبه او نه وصیله او نه حام، او لېكن هغه كسان چې كافر شوي دي دوى په الله باندې دروغ تپي او د دوى اكثره نه پوهېږي
کتنې۲