د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت مائده

❯

سورت مائده · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 122

5:83↗
وَإِذَا سَمِعُواْ مَآ أُنزِلَ إِلَى ٱلرَّسُولِ تَرَىٰٓ أَعۡيُنَهُمۡ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمۡعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ ٱلۡحَقِّۖ يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱكۡتُبۡنَا مَعَ ٱلشَّٰهِدِينَ
5-83 او كله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې اوښکې به ترې بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه
5:84↗
وَمَا لَنَا لَا نُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَمَا جَآءَنَا مِنَ ٱلۡحَقِّ وَنَطۡمَعُ أَن يُدۡخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلصَّٰلِحِينَ
5-84 او مونږ لره څه دي چې پر الله به ایمان نه راوړو او پر هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي
5:85↗
فَأَثَٰبَهُمُ ٱللَّهُ بِمَا قَالُواْ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
5-85 نو الله دوى ته د دوى د وینا په بدل كې داسې جنتونه وركړل چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او دا د نېكي كوونكو بدله ده
5:86↗
وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَآ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ
5-86 او هغه كسان چې كافر شوي دي او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه كسان د دوزخ ملګري (دوزخيان) دي
5:87↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تُحَرِّمُواْ طَيِّبَٰتِ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكُمۡ وَلَا تَعۡتَدُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلۡمُعۡتَدِينَ
5-87 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه پاكیزه څیزونه مه حراموئ چې ستاسو لپاره الله حلال كړي دي او له حد نه مه تېرېږئ، بېشكه الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
5:88↗
وَكُلُواْ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَٰلٗا طَيِّبٗاۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ ٱلَّذِيٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤۡمِنُونَ
5-88 او تاسو له هغه (رزق) نه، چې الله تاسو ته دركړى دى؛ حلال پاكیزه خورئ او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو پر هغه ایمان لرونكي یئ
5:89↗
لَا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغۡوِ فِيٓ أَيۡمَٰنِكُمۡ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ ٱلۡأَيۡمَٰنَۖ فَكَفَّٰرَتُهُۥٓ إِطۡعَامُ عَشَرَةِ مَسَٰكِينَ مِنۡ أَوۡسَطِ مَا تُطۡعِمُونَ أَهۡلِيكُمۡ أَوۡ كِسۡوَتُهُمۡ أَوۡ تَحۡرِيرُ رَقَبَةٖۖ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٖۚ ذَٰلِكَ كَفَّٰرَةُ أَيۡمَٰنِكُمۡ إِذَا حَلَفۡتُمۡۚ وَٱحۡفَظُوٓاْ أَيۡمَٰنَكُمۡۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمۡ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تَشۡكُرُونَ
5-89 الله تاسو، ستاسو په قسمونو كې په لَغْو (مُهمَل قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو پر هغو قسمونو نیسي چې تاسو په پخې ارادې سره خوړلي وي، نو د دغه (قسم) كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې پر خپلو كورنیو خورئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دغه) ونه موندل، نو (د هغه پر ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت

کتنې۲