د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

د قرآن کریم پښتو ژباړه

د قرآن کریم د معناوو ژباړه

پښتو ژباړه - ابو زکریا

❮

سورت مائده

❯

سورت مائده · غږیز تلاوت

عربي تلاوت · الحذیفي

د سورت له پیل څخه، آیت په آیت

آیت: 1

پښتو غږیزه ژباړه

پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.

عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.

د مخ شمېره: 114

5:37↗
يُرِيدُونَ أَن يَخۡرُجُواْ مِنَ ٱلنَّارِ وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنۡهَاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ مُّقِيمٞ
5-37 دوى به غواړي چې له اور نه ووځي، حال دا چې دوى له هغه نه وتونكي نه دي او د دوى لپاره دايمي (همېشنى) عذاب دى
5:38↗
وَٱلسَّارِقُ وَٱلسَّارِقَةُ فَٱقۡطَعُوٓاْ أَيۡدِيَهُمَا جَزَآءَۢ بِمَا كَسَبَا نَكَٰلٗا مِّنَ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٞ
5-38 او غل او غله، نو تاسو د دوى لاسونه د دوى د كړي عمل په بدله كې پرې كړئ، چې د الله له جانبه عبرتناكه سزا ده او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
5:39↗
فَمَن تَابَ مِنۢ بَعۡدِ ظُلۡمِهِۦ وَأَصۡلَحَ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَتُوبُ عَلَيۡهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ
5-39 نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
5:40↗
أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَغۡفِرُ لِمَن يَشَآءُۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ
5-40 ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
5:41↗
۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ لَا يَحۡزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَٰرِعُونَ فِي ٱلۡكُفۡرِ مِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓاْ ءَامَنَّا بِأَفۡوَٰهِهِمۡ وَلَمۡ تُؤۡمِن قُلُوبُهُمۡۛ وَمِنَ ٱلَّذِينَ هَادُواْۛ سَمَّٰعُونَ لِلۡكَذِبِ سَمَّٰعُونَ لِقَوۡمٍ ءَاخَرِينَ لَمۡ يَأۡتُوكَۖ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ مِنۢ بَعۡدِ مَوَاضِعِهِۦۖ يَقُولُونَ إِنۡ أُوتِيتُمۡ هَٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمۡ تُؤۡتَوۡهُ فَٱحۡذَرُواْۚ وَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ فِتۡنَتَهُۥ فَلَن تَمۡلِكَ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ شَيۡـًٔاۚ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَمۡ يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمۡۚ لَهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا خِزۡيٞۖ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٞ
5-41 اى رسوله! تا دې هغه كسان غمجن نه كړي چې په كفر كې له یو بل نه تلوار كوي، له هغو خلقو څخه چې په خپلو خولو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، حال دا چې د دوى زړونو ایمان نه دى راوړى او له هغو خلقو څخه چې یهودیان دي، دوى د دروغو ډېر اورېدونكي (قبلوونكي) دي، د هغو نورو خلقو لپاره ډېر اورېدونكي دي چې تا ته نه دي راغلي، دوى خبرې بدلوي وروسته له دې نه چې هغه په خپلو ځایونو كې (ثابتې) شي، دوى وايي كه چېرې تاسو ته دا دركړى شي، نو هغه واخلئ، او كه چېرې تاسو ته هغه در نه کړى شي، نو بیا ځان وساتئ او هغه څوك چې الله د هغه ګمراه كول وغواړي، (بیا) نو ته د هغه لپاره د الله په وړاندې د هېڅ شي اختیار نه لرې، دا هغه كسان دي چې الله د دوى د زړونو د پاكولو اراده نه ده كړې، د همدوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د همدوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى
پښتو ژباړه - ابو زکریا

ابو زكريا عبد السلام.ژباړلې ده.

سرچینه او خپرونکی: QuranEnc.com · V1.0.1 · 15/06/2020

د متن د ترلاسه کولو نېټه: 13/10/2026

د ژباړې په اړه یادداښت