د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مائده · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 113
5:32↗
مِنۡ أَجۡلِ ذَٰلِكَ كَتَبۡنَا عَلَىٰ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفۡسَۢا بِغَيۡرِ نَفۡسٍ أَوۡ فَسَادٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعٗا وَمَنۡ أَحۡيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحۡيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعٗاۚ وَلَقَدۡ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُنَا بِٱلۡبَيِّنَٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرٗا مِّنۡهُم بَعۡدَ ذَٰلِكَ فِي ٱلۡأَرۡضِ لَمُسۡرِفُونَ
5-32 له همدې وجې نه مونږ په بني اسرائیلو باندې لازم كړي وو چې بېشكه خبره دا ده چې چا هم یو نفس له بدلې نه بغیر، یا په ځمكه كې له ورانكارۍ نه بغیر وواژه، نو ګویا كې هغه ټول خلق ووژل او چا چې د دغه نفس ژوند بچ كړ، نو ګویا كې هغه د ټولو خلقو ژوند بچ كړ او یقینًا یقینًا دوى ته زمونږه رسولانو څرګندې نښې راوړې وې، یقینًا بیا له دې نه پس (هم) په دوى كې ډېر خلق په ځمكه كې خامخا زیاتي كوونكي دي
5:33↗
إِنَّمَا جَزَٰٓؤُاْ ٱلَّذِينَ يُحَارِبُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَسۡعَوۡنَ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوٓاْ أَوۡ يُصَلَّبُوٓاْ أَوۡ تُقَطَّعَ أَيۡدِيهِمۡ وَأَرۡجُلُهُم مِّنۡ خِلَٰفٍ أَوۡ يُنفَوۡاْ مِنَ ٱلۡأَرۡضِۚ ذَٰلِكَ لَهُمۡ خِزۡيٞ فِي ٱلدُّنۡيَاۖ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
5-33 بېشكه اصل خبره همدا ده چې څوك چې د الله او د هغه له رسول سره جنګ كوي او په ځمكه كې د وراني كولو كوښښ كوي، د هغوى سزا دا ده چې دوى دې قتل كړى شي، یادې په دار كړى شي، یا دې د دوى لاسونه او پښې ادلې بدلې پرې كړى شي، یا دې دوى له (دغې) ځمكې نه وشړل شي، دا د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى
5:34↗
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبۡلِ أَن تَقۡدِرُواْ عَلَيۡهِمۡۖ فَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ
5-34 مګر هغه كسان چې توبه وباسي مخكې له دې نه چې تاسو په دوى باندې قابو ومومئ، نو پوه شئ چې یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
5:35↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱبۡتَغُوٓاْ إِلَيۡهِ ٱلۡوَسِيلَةَ وَجَٰهِدُواْ فِي سَبِيلِهِۦ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ
5-35 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او هغه ته قرب (نژدې والى) ولټوئ او تاسو د هغه په لار كې جهاد كوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
5:36↗
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَوۡ أَنَّ لَهُم مَّا فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا وَمِثۡلَهُۥ مَعَهُۥ لِيَفۡتَدُواْ بِهِۦ مِنۡ عَذَابِ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنۡهُمۡۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ
5-36 بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى كه د ځمكې ټول دولت د دوى شي او له دغې (دولت) سره د ده هومره (نور هم)، د دې لپاره چې دا د قیامت د ورځې د عذاب په بدله كې وركړي (،نو) دا (فدیه) به له دوى نه قبوله نه كړى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى