د قرآن کریم د معناوو ژباړه
پښتو ژباړه - ابو زکریا
سورت مائده · غږیز تلاوت
عربي تلاوت · الحذیفي
د سورت له پیل څخه، آیت په آیت
آیت: 1
پښتو غږیزه ژباړه
پښتو غږیزه ژباړه د بیاکتنې لپاره لنډمهاله بنده شوې ده.
عربي پلیر د سورت له پیل څخه غږېږي، د اوسني مخ له پیل څخه نه.
د مخ شمېره: 109
5:10↗
وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَآ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ
5-10 او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي
5:11↗
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱذۡكُرُواْ نِعۡمَتَ ٱللَّهِ عَلَيۡكُمۡ إِذۡ هَمَّ قَوۡمٌ أَن يَبۡسُطُوٓاْ إِلَيۡكُمۡ أَيۡدِيَهُمۡ فَكَفَّ أَيۡدِيَهُمۡ عَنكُمۡۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ
5-11 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
5:12↗
۞ وَلَقَدۡ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ وَبَعَثۡنَا مِنۡهُمُ ٱثۡنَيۡ عَشَرَ نَقِيبٗاۖ وَقَالَ ٱللَّهُ إِنِّي مَعَكُمۡۖ لَئِنۡ أَقَمۡتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَيۡتُمُ ٱلزَّكَوٰةَ وَءَامَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرۡتُمُوهُمۡ وَأَقۡرَضۡتُمُ ٱللَّهَ قَرۡضًا حَسَنٗا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمۡ سَيِّـَٔاتِكُمۡ وَلَأُدۡخِلَنَّكُمۡ جَنَّٰتٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۚ فَمَن كَفَرَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ مِنكُمۡ فَقَدۡ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ
5-12 او یقینًا یقینًا، الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما پر رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، نو په تاسو كې چې چا له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو
5:13↗
فَبِمَا نَقۡضِهِم مِّيثَٰقَهُمۡ لَعَنَّٰهُمۡ وَجَعَلۡنَا قُلُوبَهُمۡ قَٰسِيَةٗۖ يُحَرِّفُونَ ٱلۡكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَنَسُواْ حَظّٗا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِۦۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَآئِنَةٖ مِّنۡهُمۡ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنۡهُمۡۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱصۡفَحۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُحۡسِنِينَ
5-13 نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ پر دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و؛ د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه الله نېكي كوونكي خوښوي