افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اجازت دی؟
اجازت دی؟
پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟
وايي
مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟
د
پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟
يقين
وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟
په
اردو مې ژبه نه چلي صاحبه!
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟