افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زور مې له زړه او فکر مې له سره وړي
دغه څوک دی چې خوب مې له نظره وړي
نن مې ډېره تنهايي ده محسوس کړې
نن يو باد دی چې آه مې له ځيگره وړي
ته را په ياد شوې او لوگی لوگی کابل
ورته ګورم چې څه مې له هنره وړي
د ښايستونو يو لوي گلبڼ مې وطن
پنجاب راځي ښکلا له پېښوره وړي
زما وطن کې د رهبرۍ خصوصيت
چې هر وخت غوړه برخه له لښکره وړي
يارانو دی پرېښی کاروبار د مينې
يو تکل دی چې دا بار ښه په نره وړي