د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

بد شاګومه ناوی

ښې می په یاد دي

دهوس نه ډکې

دځوانې هغه شیبی هغه لحظې

چی دکلي دغونډیو په سر

خپلو همزولو سره

تل به غوږ غوږ وم

دشپونکي دشپیلۍ خوږ اوز ته

اوتل به می سترګو دیو چا دراتلو لاره څارله

*             *                *

ښې مې په یاد دي

دهوس نه ډکې

دځوانې هغه شیبی هغه لحظې

چی یو ارامه ورځ کې

دغوغاګری نا ارامه ورا غږ پورته شو

او بدرګه  په ډزو زموږ پرکلي راغله

اودرنګینې او ښایسته ډولې نه

په ښو رنګینو جامو پټه یوه ښکلې

ناوی کیوتله

*             *               *

ښې مې په یاد دي

دهوس نه ډکې

دځوانې هغه شیبی هغه لحظې

چی یو بلا مو درا باڼی په نوم

ددی ورا سره یو ځای پر کلي ننوته

راباڼی هم هلته واده وکاوه

موده شوه تیره دمیلاد نیټه راورسیده

خو بد شاګومه ناوی شنډه شوله

ولی راباڼی نه تر اوسه بلاګانۍ زیږي

دومره تری زیږي لکه جوج اوماجوج

*           *              *

زه اوس دکلي بهر

دیو ډیر لری ځای نه

او دیوی لوړی څوکې

بیا هم خپل کلي ته دچا دراتلو لاره څارم

بیا مې ملنګۍ سترګۍ

ددی سخت زړه وخت نه

دچا غوښتنه کوی

خود پخوا به څیر نه

25/2/1999

د شاعر نور شعرونه ←