د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

غزل

دحـــــــالاتــــــو ســـــمـــــنــدر طــوفاني شوی

چی دوخت پـــر مـــونــــږ نظر طـو فاني شوی

دغرض لاسـو ډیـــوی نــــه شـــــــررجـــــوړ کړ

نه مړکیږي اوس شــــــرر طــــوفـــــــاني شوی

منګې مات پیغلې سرتورې شوې څه وشول

زمـــــــونـــږ کلـــې او ګدر طـــوفـــــاني شوی

اسرافیل خپله شپیــلې پـــــو کـــــړی نـــــه ده

ولی مونږ کره مــحـــشـــر طــــوفـــــاني شوی

درندانو  نه ځـــانــــونــــه خـــپــل ورک شوي

میکده کی نن ســــــــاغـــــر طـــو فـاني شوی

کوڅه پریږدي چی دسرڅوک امــــــان غواړي

هلته سر دپاسه ســـــر

شوی

طو فانونو په سر واخـــــیســـــتــــی پــیــغـــامه

دغزل چــی دی اثــــر طـــوفـــــــانــــــــــي شــــوی

23/11/1995

د شاعر نور شعرونه ←