د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد عبدالملک پيغام شعرونه

غزل

تر څوبه پروت یم دارمان په غیږ کـــــــــې

کله به سر ږدم دجانـــــان پـــــه غیـــــږ کې

بخته بدل به په رښــتـــیا شی کــــــــه نــــه

خیال کی خوګرځم داسمان په غیږ کــــې

دزړه یو سف می رانــــه ورک دی ربـــــــه

چی لټوم ئي دکنعان  پــه غــیـــږ کــــــــې

څه شول سپرلي پــــتـــه ئي نـــــه لګيږي

ګلان رژیږی دخـــزان پـــــه غــــیـــــږ کې

په ډوبیدو شــــــوه مــــاڼــــو ګان نه لری

دژونــــد بـــیـــړی مودتوفان په غیږ کې

اوښــکه شوم ولویدم لیمو ځـــنې یــــی

یارنو اوسم دګریــــوان پـــه غـــیـــږ کې

دیار ښکلا او ستا ځواني خاوری شوه

پیغامه غم او دخفــګان پـــه غیــــږ کې

د شاعر نور شعرونه ←