افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ته ئي راته ووایه دستا خبــــری ښــــــــــې لګي
یاره په ما کله دبل چا خبـــری ښــــــــــــــې لګي
ښه وائي که بد وايي په ناز بانــــدی ئي ووایه
ما باندی دناز اود ادا خبری ښــــــــــــــــې لګي
شپه ده توره شپه ده درڼا څرک په کې نشته ده
ښـــــــــــیه رڼـــــا ښـــــــیــه درڼا خبری ښې لګي
دئ تری خبر نه شو دتـــسبـــو مزی ئي وشلیده
شیخ باندی مسجد کی ددنیا خبری ښې لګي
شپه په چیغو ولم ترانـــــې دشــــــومه دم وایم
چا باندی که بدی په چــــــا داخبری ښې لګي
نن نه مرور یم په ســـبـــــــا دی هم شکمن یمه
چیرته دی پـه ما دنــــــــن سبا خبری ښې لګي