د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

45 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالي  کلا فصيل او باميزو کوڅي  په  تقاطع کي يو کور  دی چي  د احمد شاهي عصر دمشهو شخصيت اشرف الوزار  شاوليخان باميزايي د استوګنې مېنه وه .
په دې کور کي يو خوش سليقه، بې ازاره  او پرهېزګاره  سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباري جهاني ، چي نن په فرهنګي  حلقو کي  د پښتو ژبي د نازکخيال شاعر په توګه يو پېژندل  سوې څيره ده ، او شعر يې د پښتو  ادبي زيرمي پر حجم باندي ، د کيفيت او محتوی په لحاظ، ډيره رنګينه  اضافه ده، د نوموړي سوداګر (اروا ښاد حاجي عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چي زما په حساب پنځوس کاله وړاندي په همدې کورکي زېږېدلی دی.
پر يو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند)  مو ديني زده ګړي ګړي، او د کندهار د ميرويس په لېسه کي مو تر دوولسم ټولګي پوري يو ځای درس لوستی دي .
او په  يو کال  پوهنتون  ته  تللي  يو.  زه چي اوس دا کرښي کتږم، ذهن ته مي د نيمي پېړۍ ښو خاطراتو  هغه  ډك  ژوند تداعي ګېږي چي په  ريشتيا س ره  په  وياړلو  ارزي .  زه په هيواد  کي پاته سوم او دی  يې تر يو لړ سرګردانيو وروسته امريکاته   و رساوه وروسته  ماته  هم  مېنه  سره  تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهيسي د کاناډا اوبه راباندي چښلي دي .عبدالباري جهاني د تعليم په دوران کي شوخ، له درسونه سره يې علاقي خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کي له شعر سره مينه وه، شاعرانه و لولې يې  درلودلي ...  د محلي سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار  د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، ميريحي، او مولوي بريالي (شهيد)  ډير شعرونه  يې  په  ياد  زده  وه. حافظه يې دومره پياوړي وه  چي محلي سندرغاړو به ده په مخ کي هغه غزلي نه ويلې چي نورو  ته  به   يې  زده کېدل  نه غوښتل. ځکه  چي عبد الباري جهاني به په يو وار اورېدلو سره حافظې ته  سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبري جهاني په کتابچه کي درج وه، جهاني په کلاسيکه موسيقي کي ښه وارد و ، او د موسيقي مقامونه  په مسابقه کي به چي په هغه وخت کي د ځوانانو مشغله وه، پاته  نه  راتلئ له شوخي طبعي سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کي مي څو ګښته ليدلي دي چي له سترګو څخه به يې لپي لپي اوښکي ګرېوانه ته تويولې
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

چرگ او باز

یوه ملـــــــک کـــــی هستوگــــــن چېرته  لوی خان و خان لا څه چی پـــه تــــربـــــرونــــو کــــی ســــلطان و په سل گـــــونـــو یې جــــــــوړ کــــــــړی وه بـــاغــونه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

مني ته

ته د افــــــــغــــــــان ولــــــس دهــــــــــرې هــــېــــلــې ســــر ته ولاړ   تــــــــه ئـــــــــې پـــــــــه خــــــــوب او هم په ویښه ئې نظر ته ولاړ تـــــــــه ئـــــــــې دهـــــــــر قــــــدم…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

بې یاره

شمعه څه لري بې سره، چې يې ځـــــارکړي په قدوم او قدمونود جانـــــــــــــــــــان کې؟   پتنګ ولې ځان لوګی نه کړي له شمــــعې بې له یاره به څه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

دعوه

کندهار مې د بابا په قباله دی که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

 موږک شېر

د لـوی ښار څخه دبـــــانـــــــدې يــــــــــــــو دره وه جوړه کړې يـــــــــــــوه شيخ پــکښې دېــــــــره وه پر سجده به خدای ته پروت و په خواستونـــــو ټـــــــولې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

نه به ته يې نه به زه يم

يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

 غزل

هغه  ګرېوان  چې د  ازله  د  ګنډلو  نه  و جنون  يې هم  د زولنو د ټينګېدلو نه  و   د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

د خلکو خولې نه

د خلکو خولې نه تړلي کيږي ............ يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه ......................... دی پــــياده ښځه پر خره باندې سپره وه ............ د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

اوس

اوس به څه ليکي شاعره هغه ستا د ابا مېنه تالا سوې چې تندي کې دې سجدې ورته ساتلې دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري وږمه…

بشپړ شعر ولولئ ←