افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
هغه
ګرېوان چې د ازله د ګنډلو نه و
جنون يې هم د زولنو د ټينګېدلو نه و
د
ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمه دا ګودر د غرقېدلو نه و
چې بې
خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عزرايل خاموش پيغام د اورېدلو نه و
د دار پر
سر که مې نارې د انالحق وهلې
شيخه معذوز يم هغه سُر ستا د ويلو نه و
يوازې ما
د خپل جانان قولونه واخيستله
دا کوه طور د فرعونانو د ليدلو نه و
زه په
لمبو کې سوځېدم جلوه مې وليدله
هغه مقام د هر خامبازه د ورتللو نه و
چې
"جهاني" يې د پېړيو په وعده اوبيږي
خواره زاهده هغه جام ستا د چښلو نه و