پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ارواښاد ملنک جان شعرونه
37 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
د اوراښاد ملنگ جان ژوند لیک
ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال د ننګرهار دبهسودو په چميار كلي كي وزيږيد٠
پلار يي ملك عبدالشكور نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم دناوړو دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠
.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو
په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠
اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠
شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠
بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠
پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠
پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠
ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه
چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠
د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک لوست لپاره يو ښونکی و ګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠
چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده کاوه٠
له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه اود ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠
افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠
چې وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠
دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي
چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي
دا زمونږ زېبا وطن
دا زمونږ زېبا وطن دا زمونږ زيبا وطن دا زمونږ ليلا وطن دا وطن مو ځان دی دا پښتونستان دی دا دمينې کور زمونږ دا…
بشپړ شعر ولولئ ←سر مې جار
سر مې جار ستا له نامه سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی پښتانه به ژوندون څه…
بشپړ شعر ولولئ ←د ازادۍ قيمت
د ازادۍ قيمت پتنګ د بلې شمعې ياردی بلبل دګلو خريدار دی دليلی دوه سترګې مجنون پيژني د آزادی قيمت پښتون پيژني پتنګ خو مينه…
بشپړ شعر ولولئ ←د چشمانو مې
د چشمانو مې ... د چشمانو مې بهيږي نن خوناب چې مې حال د زمانې وليد خراب صداقت او ننګ ناموس دنيا نه ورک شو…
بشپړ شعر ولولئ ←د معارف ترانه
د معارف ترانه د انسانانو فضيلت علم و عرفان دی وروڼو شرف د ځان دی وروڼو علم يو کان دی په کانونو بې بها يې…
بشپړ شعر ولولئ ←هر ګز مه وايه
هر ګز مه وايه ... هرګز مه وايه هر هر ګل ته رامبېل چې اصيل وي هله جوړ کړه ترې امېل خوند او بوی وي…
بشپړ شعر ولولئ ←که په حال زما
که په حال زما که په حال زما خبر تمام جهان شي ټول عالم به په فرياد ان په سوران شي لکه زه چې داسې…
بشپړ شعر ولولئ ←ما ژړل
ما ژړل ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل ته بې غمه آسوده وې ما ژړل ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله…
بشپړ شعر ولولئ ←ملنګ شم
ملنګ شم زه چې راواخلمه کچکول او ستا ملنګ شم نو هغه ساعت به تېر له نام و ننګ شم نام و ننګ به وي…
بشپړ شعر ولولئ ←نه پوهيږم...
نه پوهيږم... نه پوهيږم چې زه يار يم که اغيار يم په عالم کې ليونی يم که هوښيار يم که هزار د صداقت بنياد قايم…
بشپړ شعر ولولئ ←نفسونه شول
نفسونه شول غالب نفسونه شول غالب ددې غمه ژړيږم بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو پښتون غريب برباد شو نسونه مخالف شول…
بشپړ شعر ولولئ ←نن می بيا
نن می بيا زړګۍ... نن می بيا زړګۍ نرۍ نرۍ خوږيږي درد می بيامونده د خيال په نندارتون کې له افسوسه می چشمان دي په…
بشپړ شعر ولولئ ←تر کومه؟
بې بازخواست او بې پرسان به يم تر کومه؟ سر سرتور څيری ګرېوان به يم تر کومه؟ په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې…
بشپړ شعر ولولئ ←څه لرمه چې د
څه لرمه چې د خدای... څه لرمه چې د خدای په نوم يې ورکړم چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم په زر درېزره…
بشپړ شعر ولولئ ←وتړه ملا په صداقت پښتونه
وتړه ملا په صداقت پښتونه وتړه ملا په صداقت پښتونه ځان ته پېدا کړه لياقت پښتونه له خپل وطن نه گلستان جوړ کړه شه نارينه…
بشپړ شعر ولولئ ←ورځ مې شوه
ورځ مې شوه ورځ مې شوه په انتظار شپه په سودا ورځ کې هغه ژړوي مې شپه کې دا لږ خو وخت د کرارۍ زما…
بشپړ شعر ولولئ ←يارګرم نه دی
ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل حبيب…
بشپړ شعر ولولئ ←ځوانۍ سره
ځوانۍ سره شهرت..... ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي يا ژوند د…
بشپړ شعر ولولئ ←