د بشري حقونو څار: د طالبانو پالیسۍ د افغان ښځو او نجونو کړکېچ ژور کړی
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان د بشري حقونو له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی او د طالبانو پالیسۍ په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي.
دغه سازمان دا څرګندونې په هغه راپور کې کړې دي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملیاتو د پیل له ۲۵مې کلیزې سره هممهاله خپور شوی. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو تګلارو د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو یو له جدي بحرانونو څخه رامنځته کړی دی.
د بشري حقونو د څار په وینا، افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده کړو ته نه پرېښودل کېږي. سازمان ادعا کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسۍ د «جنسیتي ځورونې» تر کچې رسېدلې دي.
راپور د بیان د ازادۍ او مدني فعالیتونو په اړه هم اندېښنه څرګندوي. د سازمان په وینا، خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې د طالبانو منتقدین ګڼل کېږي، له ګواښونو، خپلسرو نیونو، زنداني کېدو او شکنجې سره مخامخ دي.
د بشري حقونو څار تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه بیان کې ویلي وو چې هېوادونه باید له طالبانو سره خپلې اړیکې د بشري حقونو له موضوع پرته عادي نه کړي. سازمان ټینګار کړی چې افغان قربانیان، ژوندي پاتې شوي کسان او د هغوی کورنۍ لا هم د حقیقت، عدالت او د اوښتو زیانونو د جبران په تمه دي.
په تازه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وروستۍ اندېښنې هم رااخیستل شوې دي. نوموړي ویلي چې د طالبانو د تېرو پنځو کلونو تګلارو پر ماشومانو ژورې او ویجاړوونکې اغېزې کړې دي.
د سازمان د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پنځمه کلیزه د معافیت د ناوړه پایلو یوه غمجنه نښه ده. هغې له حکومتونو غوښتي چې یوازې پر اندېښنې څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې د جدي جرمونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت هیله څرګنده کړې چې افغان ښځې خپلې زده کړې بشپړې کړي، راتلونکې ښوونکې شي او د نجونو د پوهې او مهارتونو په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.