یوناما: په درې میاشتو کې د حجاب له امله له ۵۰ ډېرې ښځې نیول شوې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی، یوناما وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت محتسبینو د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې له ۵۰ ډېرې ښځې د حجاب د مقرراتو د نه رعایت په تور نیولې، توقیف کړې او یا یې خبرداری ورکړی دی.
یوناما په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، ویلي چې د دغو ښځو ډېری موارد په کابل، هرات او بدخشان ولایتونو کې ثبت شوي دي. د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې ښځو ته ویل شوي چې که له محرم پرته یا د «بېبرقعې» په توګه له کوره ووځي، له وهلو سره به مخ شي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، د یادې درېمیاشتنۍ مودې پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د کارکوونکو له خوا د افغان ښځو او نارینهوو د خپلسري نیولو او توقیف ۴۴۳ موارد مستند شوي دي. یوناما لږ تر لږه د ناوړه چلند ۹۷ پېښې هم ثبت کړې دي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه نیونې یوازې د حجاب له موضوع سره تړاو نه لري؛ بلکې د نارینهوو د ږیرې خرییلول یا لنډول، په جوماتونو کې په جماعت کې نه ګډون او د موسیقۍ غږول یا اورېدل هم د سرغړونو له هغو مواردو څخه دي چې پرې نیونې شوې دي.
یوې افغانې مېرمنې ازادي راډیو ته ویلي چې څه موده مخکې په کابل کې د هوايي ډګر پر سړک د خپل ورور په تمه وه، چې د حجاب په تړاو د طالبانو د چارواکو له خوا ونیول شوه. نوموړې ادعا کړې چې له امنیه قوماندانۍ او یوې حوزې وروسته د ولایت زندان او بیا پلچرخي زندان ته انتقال شوې ده.
دغې مېرمنې ویلي چې چارواکو پرې فشار راوړی او په زور یې ترې د «اخلاقي فساد» په تړاو اقرار اخیستی دی. هغې د امنیتي اندېښنو له امله خپل نوم نه دی ښودلی، او ازادي راډیو وايي چې د نوموړې ادعاوې یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.
د طالبانو حکومت د یوناما راپور رد کړی دی. د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د ځینو کسانو نیول د نافذه قوانینو له مخې د سرغړونو د مخنیوي او اصلاح لپاره شوي دي. نوموړي یوناما په خپلې اعلامیې کې مغرضه او تبلیغاتي اداره بللې او ویلي یې دي چې راپور د طالبانو د ادارو د فعالیتونو په اړه یو اړخیز انځور وړاندې کوي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدهکړو اجازه نه ورکول کېږي او ښځې په ګڼو دولتي او شخصي ادارو کې له کار کولو هم منع شوې دي. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له طالبانو غوښتي چې دا محدودیتونه پای ته ورسوي، خو طالبان وايي د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.