یوناما: د مرستو کمښت افغان ښځې او نجونې له حیاتي خدمتونو بې برخې کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي، د نړیوالو مرستو کمېدل د افغان ښځو او نجونو لپاره د ژوند ژغورنې مهم خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. دغه خبرداری د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې او د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین له پیلېدو سره هممهاله خپور شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو په مشرۍ له بنسټونو سره د بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې ده. د دې ادارې په وینا، دغه بنسټونه ښځو ته خوندي ځایونه، مشورتي خدمتونه، مسلکي زده کړې او نور ضروري ملاتړ برابروي؛ هغه خدمتونه چې د ښځو له خوا ښځو ته وړاندې کېدل یې په اوسنیو شرایطو کې ځانګړی اهمیت لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه د اقتصادي ستونزو، چاپېریالي ناورینونو او پرلهپسې بشري کړکېچونو له امله زیات شوي دي. هغې زیاته کړې چې له یوې خوا پر ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو محدودیتونه ډېرېږي، او له بلې خوا هغه خدمتونه کمېږي چې دوی پرې تکیه لري.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر، مرستندویه ادارو او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د شمېرو پر بنسټ، یوازې د روان کال په ترڅ کې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستې څه باندې ۱۹۳ مرکزونه د مالي سرچینو د کمښت له امله تړل شوي دي. ویل شوي چې د دغو مرکزونو تړل کېدو له امله له یو میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې د ښځو په مشرۍ د ۷۴ سازمانونو سروې هم کړې ده. پایلې ښيي چې نږدې درې پر څلورو سازمانونو په همدې کال کې د مالي مرستو له کمښت سره مخامخ شوي، او له نیمایي څخه ډېرو یې اړ شوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب خدمتونه محدود کړي.
د سروې له مخې، نیمايي سازمانونه اټکل کوي چې د مرستو د کمېدو له دوام سره به د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې خپل فعالیتونه وځنډوي یا به په بشپړه توګه وتړي. یوناما وايي، په دې صورت کې ښايي تر ۴۲۷ زرو پورې ښځې اړینو خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شي او له جدي خطرونو سره مخامخې شي.
یوناما همداراز د عدالت ته د لاسرسي د تشې له پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې ادارې په وینا، دغه وضعیت ډېرې ښځې له دې پاتې کوي چې په خوندي ډول خپل حقونه وغواړي یا د ناوړه چلند پر وړاندې اعتراض وکړي. ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو، نړیوالو مرستندویانو، مدني ټولنې او خلکو غوښتي چې د ۱۶ ورځني کمپاین پر مهال د ښځو او نجونو د ملاتړ او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ګډې هڅې پیاوړې کړي.
یوناما په داسې حال کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه تازه اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم دوام لري. طالبان وايي، دا بندیز تر امر ثاني پورې دی.