پوتین د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د درېاړخیزو خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له امریکا او اوکراین سره د درېاړخیزو خبرو د بیا پیلولو اصولي هوکړه کړې ده. ټاکل شوې دغه خبرې د نومبر له ۱۰مې وروسته پیل شي.
د کرملین د بهرنیو اړیکو سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، پوتین دا هوکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو وټکاف سره په سنټپېټرزبورګ کې تر لیدنې وروسته کړې ده.
د اوشاکوف په وینا، په راتلونکو خبرو کې به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې او اوکراین لپاره د امنیتي نظام پر جوړولو بحث وشي. دا لیدنه په داسې مهال شوې چې ټرمپ پر اوکراین فشار راوړی څو د جګړې د درولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي، د روان کړکېچ د هواري لپاره د روسیې او اوکراین د مشرانو مستقیمه ناسته اړینه ده. هغه له روسیې سره د خبرو لپاره چمتووالی هم ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې تر خبرو مخکې باید جګړه ودرول شي.
د اسوشیټېډ پرېس په وینا، د روسیې، اوکراین او امریکا استازو د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ کې په ابوظبۍ او جنیوا کې درې پړاوونه درېاړخیزې خبرې کړې وې. په دغو خبرو کې، د بندیانو له تبادلې پرته، د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه و شوی.