په خیبر پښتونخوا کې بیړنی حالت؛ د تحریک انصاف اعلی وزیر او چارواکي نیول شوي

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلانولو وروسته د تحریک انصاف ګوند لسګونه غړي نیول شوي دي. په دغه ایالت کې د عمران خان تحریک انصاف واکمن ګوند دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي او د هغه د کابینې ځینې غړي هم نیول شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر طلال چوهدري رویټرز ته ویلي چې اعلی وزیر او څو نور چارواکي د احتیاطي توقیف لپاره ساتل شوي دي.
بیړنی حالت له هغه وروسته اعلان شوی چې د عمران خان پلویانو په دغه ایالت کې څو ورځې پرلهپسې لاریونونه وکړل. د هغوی پلان و چې اسلاماباد ته لاړ شي او پر فدرالي حکومت فشار راوړي، څو عمران خان له زندانه خوشې کړي.
د پاکستان فدرالي چارواکو ویلي، دا اقدام ځکه شوی چې ولایتي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د اسلامپالو وسلهوالو د فعالیتونو په مهارولو کې پاتې راغلی. د قانون او عدالت وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې د فدرالي حکومت د پرېکړې له مخې د ایالت حکومت ځنډول شوی او تر اوسه په عملي توګه شتون نه لري.
تارړ ټینګار کړی چې دا پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون له مخې شوې او د ولسمشر د قناعت او رضایت پر بنسټ ده. نوموړي ویلي، اساسي قانون لومړي وزیر ته د داسې اقدام قانوني واک ورکړی دی.
تحریک انصاف بیا د بیړني حالت اعلان رد کړی او ادعا یې کړې چې اصلي موخه یې د عمران خان د پلویانو مخنیوی دی، څو اسلاماباد ته لاریون ونه کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم د بیړني حالت او د تحریک انصاف د مشرانو د نیولو مخالفت کړی او دا یې ناقانونه او غیردیموکراتیک اقدام بللی دی.