د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

مسکو: د هوکړې په صورت کې افغان پلاوي روسیې ته سفر کولی شي

افغان اتلان · پښتو
مسکو: د هوکړې په صورت کې افغان پلاوي روسیې ته سفر کولی شي

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که د کابل او مسکو ترمنځ هوکړه وشي، ښايي افغان پلاوي په نږدې راتلونکي کې روسیې ته سفر وکړي.

کابلوف د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سفرونو امکان شته، خو د دې چارې عملي کېدل د ګډې هوکړې پورې تړلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د احتمالي سفرونو په اړه خبرې به د اقتصاد په بېلابېلو برخو کې پر ځانګړو هوکړو او همکاریو راټولې وي.

تر اوسه د دغو سفرونو لپاره مشخصه نېټه، د افغان پلاوي ترکیب او د احتمالي ناستو جزیات نه دي اعلان شوي.

د کابلوف څرګندونې کابل ته د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې مطرح شوې دي.