غزني کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وواژه او بل یې ټپي کړ

د غزني د قرهباغ ولسوالۍ په جمالخېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د غزني امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه تېره ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې دوو ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ وموندله او وروسته یې په اور کې واچوله.
د خبرپاڼې له مخې، د چاودنې په پایله کې ۱۴ کلن عبدالله خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه کلن مطیعالله ټپي شوی دی.
سرچینې د ټپي ماشوم د روغتیايي وضعیت او د پېښې له ځایه د مرمۍ د موندلو د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم د چاودنې له امله یوه ۳۰ کلنه ښځه وژل شوې وه. د غزني امنیتي چارواکي د دغو پېښو په اړه د نورو معلوماتو خپرولو په اړه څه نه دي ویلي.