سمیع یوسفزي: د طالبانو اصلي ستونزه قومیت نه، بلکې سیاسي ایډیالوژي ده

خبریال سمیع یوسفزي ویلي چې د طالبانو د ستونزې د ارزونې پر مهال باید تمرکز پر قومیت نه، بلکې د هغوی پر سیاسي نظریې او ایډیالوژۍ وي.
د نوموړي په وینا، افغان طالبانو په ۲۰۱۹ کال کې د قطر له مذاکراتو او واک ته له رسېدو وروسته ټول واک په خپلو لاسونو کې راټول کړ او له حامد کرزي، ولسمشر غني او نورو سیاسي بهیرونو سره یې په واک کې مشارکت ونه مانه. هغه ادعا کړې چې پاکستان هم د طالبانو د دې نظریې ملاتړ کاوه.
یوسفزي زیاته کړې چې د پاکستاني طالبانو سیاسي دریځ هم ورته دی، ځکه د هغوی په نظریه کې سیاسي خبرو اترو، د قدرت وېش او معقولې جوړجاړۍ ته ځای نه لیدل کېږي.
د هغه په وینا، د پاکستاني طالبانو تر ټولو څرګند هدف د پاکستان په پښتني سیمو کې د افغان طالبانو په څېر د یوه نظام جوړول دي. نوموړي ویلي، داسې اندېښنې هم شته چې دوی ښایي وروسته د دغه نظام د پراخولو هڅه په ټول پاکستان کې وکړي.
یوسفزي ټینګار کړی چې د طالبانو اساسي موخه، د ده په باور، د سیاسي تنوع، ډیالوګ او په واک کې د مشارکت پر ځای د مطلق واک ترلاسه کول او خپله واکمني پلي کول دي.