د کابل او ولایتونو اوسېدونکي: د اطفائیې ځنډ د اور زیانونه پراخوي

د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، د اور وژنې د خدمتونو کمښت او د اطفائیې د ډلو ناوخته رسېدل د دې لامل شوي چې کوچنۍ اورلګېدنې پراخو پېښو او درنو مالي زیانونو ته واوړي. دوی غوښتنه کوي چې په ښارونو او ولسوالیو کې مجهز مرکزونه فعال او خلکو ته د اور پر مهال د لومړنیو اقداماتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.
د کابل د پنځمې حوزې د کمپنۍ سیمې یوه اوسېدونکي وویل، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د کمپنۍ په لیلامي سوداګریز مارکېټ کې اور ولګېد او لسګونه دوکانونه، چې د نوموړي د ترانسپورتي وسایلو دوکان هم پکې و، وسوځېدل. هغه ادعا وکړه چې له اطفائیې سره تر اړیکې وروسته ډله نږدې یوه یا یوه نیمه ګړۍ وروسته ورسېده، هغه مهال چې اور ټول بازار ته خپور شوی و.
د نوموړي په وینا، یوازې د ترانسپورتي وسایلو د دوکان د سوځېدو له امله شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ زیان ور اوښتی دی. هغه وویل چې د اطفائیې د وسایلو کمښت او په بېلابېلو سیمو کې د مرکزونو نشتوالی د خلکو باور کم کړی دی. د کابل یوې بلې اوسېدونکې هم وویل، د هغې د خپلوانو دوکان په همدې بازار کې په بشپړه توګه سوځېدلی او د اطفائیې تر رسېدو پورې اور پراخ شوی و.
هغې ټینګار وکړ چې د اطفائیې د تجهیز ترڅنګ باید خلکو ته د اور وژنې د وسایلو د کارولو او د پېښې په لومړیو شېبو کې د مناسبو اقداماتو په اړه روزنه ورکړل شي. د اوسېدونکو په باور، د کورونو، دوکانونو، هوټلونو، صنعتي ودانیو او سوداګریزو بازارونو د اور وژنې له وسایلو سره سمبالول او د کارکوونکو روزل د لویو پېښو د مخنیوي لپاره مهم دي.
د تخار یوه اوسېدونکي، چې ډېری وخت کندز ته سفر کوي، وویل چې دوه اوونۍ مخکې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په یوه بازار کې د هغه د خپلوانو دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي. نوموړي ادعا وکړه چې په دې پېښه کې سلګونه زره افغانۍ زیان اوښتی او په تېر یوه کال کې د ینګي کلا او دشت قلعه بازارونه او د تخار د رستاق ولسوالۍ د نجارۍ سرای هم د اور له امله زیانمن شوي دي.
هغه وویل چې په دغو سیمو کې د اور وژنې مرکزونه نشته او د ولایت په مرکز کې نوی جوړ شوی مرکز هم د اطفائیې موټر نه لري. د نوموړي په خبره، د ډلو او وسایلو د نشتوالي له امله خلک ډېری وخت هڅه کوي اور په خپلو لومړنیو امکاناتو مهار کړي.
ازادي راډیو وايي، د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو او اور وژنې له لوی ریاست څخه یې د دغو شکایتونو په اړه د نظر غوښتنه کړې، خو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویاند یوسف حماد تر خپرېدو پورې ځواب نه دی ورکړی. حکومت مخکې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول هېواد کې د اورلګېدنې ۲۵۹۶ پېښې ثبت شوې، چې له امله یې له ۶۱۲ میلیونو افغانیو او دوو میلیونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. په افغانستان کې د اور وژنې بېړنۍ شمېره ۱۰۱ ده، خو په ټول هېواد کې د فعالو مرکزونو شمېر معلوم نه دی.