د پکتیا په ډنډ پټان کې د ډیورنډ کرښې پر سر نښته شوې

افغان طالبانو او پاکستاني پوځ تایید کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ او د پاکستان د کورمې سیمې ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښته شوې ده.
د ازادي راډیو د راپور له مخې، نښته پرون ناوخته رامنځته شوې، خو د پېښې د څرنګوالي او د هغې د مودې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري د شنبې په ناوخته خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې شوې ده.
تر اوسه په ورکړل شوي معلوماتو کې د احتمالي مرګژوبلې، مالي زیانونو او یا د نښتې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. دواړو لورو د پېښې اصل تایید کړی، خو د جزئیاتو په اړه یې معلومات محدود دي.