د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن کابل ته تللی او د طالبانو حکومت له استخباراتي مشر عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

په کابل کې یوې باوري سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې د ناریشکېن او طالب چارواکو په خبرو کې د دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا تمرکز شوی و. سرچینې زیاته کړې چې د معلوماتو د شریکولو او ګډو امنیتي همکاریو په اړه هم بحثونه شوي دي.

سرچینې د ناستو د مشخصې اجنډا یا کومې ځانګړې موضوع په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د استخباراتي معلوماتو د راکړې ورکړې او امنیتي همغږۍ موضوعات د خبرو له مهمو برخو څخه وو.

دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د مسکو او کابل ترمنځ د امنیتي اړیکو د پیاوړتیا هڅې روانې دي. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې روسیې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د روزنې له ادارې سره تړلې یوه پوځي ډلګۍ د ۲۰۲۶ کال د پوځي تمریناتو د لیدلو لپاره وربللې وه. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغو تمریناتو کې ګډون کړی و.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد بلل کېږي چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی. د طالبانو حکومت د تېر کال په جولای کې ویلي و چې له مسکو سره یې د امنیتي همکاریو هوکړه لاسلیک کړې ده.

کابل ته د روسیې د بهرنیو استخباراتو د مشر سفر د لوړپوړو استخباراتي چارواکو له لوري د ورته سفرونو په لړ کې کمساری بلل کېږي. د تېر سپټمبر په میاشت کې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن هم کابل ته تللی و؛ وروسته ویل شوي وو چې د هغه د سفر یوه موخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي وو چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په عادي کولو او د دواړو لورو د کړکېچ په پای ته رسولو کې منځګړیتوب وکړي.