د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د خصوصي روغتونونو لپاره د کیفیت پر بنسټ د بیو نوې طرحه اعلان شوه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې خصوصي روغتونونه یې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې په درېیو کټګوریو وېشلي دي. د چارواکو په وینا، هر روغتون به د خپلې درجې له مخې مشخصه نرخ‌پاڼه ترلاسه کوي او د خدمتونو بیې به له همدې طبقه‌بندۍ سره تړلې وي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دا خبره د روغتیا وزارت په یوه رابلل شوې ناسته کې وکړه. نوموړي وویل، د خصوصي روغتونونو د لوړو بیو او د خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه د خلکو شکایتونه د دې پرېکړې له مهمو لاملونو څخه دي.

د روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل، په خصوصي روغتیايي سکټور کې د معیارونو رامنځته کول د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. د هغه په وینا، د روغتونونو درجه‌بندي به د خدمتونو پر بیو مستقیم اغېز ولري؛ په لوړه کټګورۍ کې شامل روغتونونه به لوړ نرخونه ولري، ورپسې به د دویمې کټګورۍ بیې وي او په ټیټه کټګورۍ کې به نرخونه کم وي.

جلالي وویل، د دې تګلارې موخه دا ده چې په هېواد کې روغتیايي خدمتونه پیاوړي شي، خلک باوري درملنې ته لاسرسی ومومي او د روغتیايي خدمتونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سفر اړتیا کمه شي. نوموړي تمه څرګنده کړه چې د روغتونونو ترمنځ به سالمه سیالي رامنځته شي او د هغې په پایله کې به د خدمتونو کیفیت لوړ شي.

د خصوصي روغتونونو د طبقه‌بندۍ له اعلان سره، د جواز ورکولو او د درجه‌بندۍ د بهیر د شفافیت په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د اریانا خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي رئیس ډاکټر فهیم پیغام دا اقدام د کیفیت، نرخونو او خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي له پلوه مثبت وباله، خو ویې ویل چې د طرحې بریالیتوب د حکومت پر دوامدارې څارنې او د جوازونو په ورکولو کې پر روڼتیا پورې تړلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ۲۰۱۵ کال د ارزونو له مخې، هغه مهال هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا زر افغانان د درملنې لپاره بهر ته تلل. په یادو ارزونو کې ویل شوي وو چې د هر ناروغ لږ تر لږه لګښت نږدې دوه زره ډالرو ته رسېږي او له همدې امله هره ورځ شاوخوا دوه میلیونه ډالر له هېواده بهر د درملنې لپاره مصرفېدل.

د درملنې لوړ لګښتونه، له پاکستان سره کړکېچ او بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو محدودیتونه هغه ستونزې دي چې د ډېرو افغانانو لپاره یې د بهرني علاج زمینه سخته کړې ده. په داسې شرایطو کې، د خصوصي روغتونونو د کیفیت او بیو د تنظیم اعلان د روغتیايي خدمتونو د کورني بازار لپاره مهم ګام بلل کېږي؛ خو د دې طرحې عملي پایلې به د پلي کېدو له څرنګوالي سره تړلې وي.