د الیس الاسلام د بالینګ قانوني حرکت تر ارزونې لاندې نیول کېږي

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د بنګلهدېش د ملي لوبډلې د افسپینر الیس الاسلام د بالینګ قانوني حرکت د میچ افیشلانو او امپایرانو له لوري تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
د ICC د معلوماتو له مخې، ۲۹ کلن الیس الاسلام له افغانستان سره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه. نوموړي په دې لوبه کې ۸.۳ اورونه وکړل او ۴۷ منډې یې ورکړې.
د شورا په وینا، د بېلابېلو بېقاعدګیو له امله به الیس الاسلام د ICC په یوه تایید شوي لابراتوار کې خپلواکې ارزونې ته وړاندې شي، څو د هغه د بالینګ حرکت او طرز په دقیقه توګه وکتل شي.
د درې اړخیزې لړۍ پایلوبه د اکتوبر پر ۲۳مه د افغانستان او زمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.