د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د آلمان د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو په ګډون د ۲.۶ میلیونه کډوالو د ستنولو غوښتنه کړې

افغان اتلان · پښتو
د آلمان د ښي اړخي ګوند مشر د افغانانو په ګډون د ۲.۶ میلیونه کډوالو د ستنولو غوښتنه کړې

د آلمان د یوه ښي اړخي ګوند ګډ مشر تینو کروپالا د افغانانو په ګډون د دغه هېواد د شاوخوا ۲.۶ میلیونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، که په افغانستان او سوریه کې امنیتي وضعیت ښه شي او د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي، د دغو کسانو د نړیوال ملاتړ اړتیا به له منځه ولاړه شي.

کروپالا دا څرګندونې د «بیلد» ورځپاڼې له یوه خپرېدونکي پادکاسټ سره په خبرو کې کړې دي. د نوموړي په وینا، دا موضوع یوازې هغو کسانو ته نه محدودېږي چې جرم یې کړی یا د پناه غوښتنه یې رد شوې ده؛ بلکې هغه افغانان، سوریایان او اوکراینیان هم پکې شامل دي چې په قانوني ډول په آلمان کې مېشت دي.

د دغه ګوند مشر ټینګار کړی چې که د خلکو د نړیوال خوندیتوب دلیلونه پای ته ورسېږي، باید د خپلو هېوادونو پر لور ستانه شي. خو د هغه څرګندونو په خپل ګوند کې هم بېلابېل غبرګونونه او اختلافونه راپارولي دي.

د همدې ګوند غړي ماکسیمیلیان کرا تر دې وړاندې د مهاجرینو د ایستلو په اړه له غیرواقعي تمو خبرداری ورکړی و. نوموړي ویلي وو چې حتا د ۲۰۰ زرو کسانو ایستل به د جګړې له پای وروسته د اروپا په تاریخ کې د دې ډول تر ټولو ستر عملیات وي.

د کډوالۍ چارو کارپوه او د کنستانڅ پوهنتون استاد ډانیل تیم هم ویلي چې د کروپالا څرګندونې داسې تصور رامنځته کوي، لکه میلیونونه افغانان، سوریایان او اوکراینیان به په چټکۍ او ډله‌ییز ډول له آلمان څخه وایستل شي. نوموړي ټینګار کړی چې د هر کس د خوندیتوب او استوګنې وضعیت باید جلا جلا وڅېړل شي.