ایران سږ کال د نږدې نیم میلیون افغانانو د ایستلو خبر ورکړل شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې ایران په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴۹۲،۳۰۰ افغانان له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته یې بېرته ستانه کړي دي. د دې ادارې په وینا، دغه شمېر د روان کال له پیل راهیسې افغانستان ته د ټولو راستنېدونکو افغانانو ۸۵ سلنه جوړوي.
ملګرو ملتونو ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه تر اوسه پورې له ۱.۲ میلیونو څخه زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. ایران د افغان کډوالو د کوربتوب له پلوه د نړۍ له مهمو هېوادونو څخه دی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، هلته شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغانان ژوند کوي چې نږدې ۱.۴ میلیونه یې بېاسناده دي.
د تېر کال د راستنېدونکو شمېر هم لوړ و. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه نږدې ۱.۹ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي وو، چې ۱.۲۶ میلیونه یې د ایستلو له لارې بېرته لېږل شوي وو.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې ډېری راستنېدونکي په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو، د خوندیتوب له ګواښونو او د ژوند له سختو شرایطو سره مخامخ دي. د دې ادارې په وینا، له ایران او پاکستان څخه د افغانانو پرلهپسې راستنېدل د افغانستان د بشري بحران کچه او پېچلتیا لا ډېروي.
ملګرو ملتونو په مې میاشت کې ویلي وو چې افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی او میلیونونه کسان د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو، استوګنې او جامو په ګډون د لومړنیو اړتیاوو له برابرولو سره ستونزې لري. د ادارې د معلوماتو له مخې، ډېر راستنېدونکي لږې یا هېڅ سرچینې نه لري او په لنډمهالو سرپناوو یا غرنیو سیمو کې مېشتېږي؛ ځینې یې پاکو اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او حتا عادي پېژندپاڼو ته هم لاسرسی نه لري.
په پاکستان کې هم د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان اوسېږي، چې نږدې ۱۶۰ زره یې بېاسناده دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د روان کال تر اګست پورې له پاکستانه له ۲.۶۸ میلیونو څخه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.