افغان پلاوی د ایکو تهران سرمشریزې ته د ګډون لپاره چمتو کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوی به د اقتصادي همکاریو ټولنې، یا ایکو، په اتلسمه سرمشریزه کې ګډون وکړي. ټاکل شوې دغه غونډه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي.
د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ویلي، د افغانستان د پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي. په سرمشریزه کې به د ایکو د غړو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون ولري او د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا به خبرې وکړي.
د افغانستان د ګډون اعلان وروسته له هغې شوی چې دغه هېواد د نومبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلامآباد کې د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو په دېرشمه غونډه کې حاضر نه و. د دغې غونډې کوربهتوب پاکستان کړی و، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، کابل ته په دې ناسته کې بلنه نه وه ورکړل شوې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې اسلامآباد د افغانستان اوسنۍ اداره په رسمیت نه پېژني او له همدې امله یې کابل ته بلنه نه ده ورکړې. پاکستاني چارواکو دا ادعا هم کړې وه چې د ایکو په سازمان کې د افغانستان غړیتوب د دې ټولنې د دارالانشا له لوري ځنډول شوی دی.
د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو د اسلامآباد پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې سیاسي اختلافات باید د سیمهییزو اقتصادي پروګرامونو او همکاریو په برخه کې د افغانستان د ګډون خنډ ونه ګرځي. افغانستان د اقتصادي همکاریو ټولنې غړی هېواد بلل شوی دی.
تمه ده د تهران په سرمشریزه کې د افغانستان پلاوی له سیمهییزو شریکانو سره د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، ټرانسپورټي نښلون او نورو ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړي. د کابل په باور، په دې غونډه کې ګډون کولی شي له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د بیا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.