افغانستان د برازیل په کوربهتوب د فوټسال په سیالیو کې دویم شو

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په برازیل کې د شپږو هېوادونو ترمنځ په ترسره شویو سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سیالیو پایلوبه د یکشنبې په ماښام د ساو ژوزه دوس پنهایس په لوبغالي کې ترسره شوه. کوربه برازیل په دې لوبه کې افغانستان ته شپږ پر صفر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
برازیل د پایلوبې په لومړۍ نیمایي کې یوازې یو ګول وواهه، خو په دویمه نیمایي کې یې پنځه نور ګولونه ولګول. د لوبې په همدې پړاو کې افغان لوبغاړي عباس حیدري او سید مرتضی حسیني د لوبې د تېروتنو له امله په سره کارتونو له میدان څخه وایستل شول.
د دغو دوو لوبغاړو له ایستل کېدو وروسته د افغانستان د لوبډلې شمېر کم شو او د سیالۍ پاتې برخه یې له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ شوه. په پای کې برازیل د شپږو ګولونو په توپیر بریا خپله کړه.
افغانستان د سیالیو په ګروپي پړاو کې له جاپان سره بېګول مساوي لوبه وکړه. افغان لوبډلې بیا پیرو ته درې پر صفر او کیپ ورد ته څلور پر دوه ماتې ورکړې وه.
په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ برازیل، جاپان، پیرو، اندونیزیا او کیپ ورد لوبډلو برخه اخیستې وه. دغه سیالۍ د اکتوبر له ۱۴مې تر ۱۸مې نېټې پورې په برازیل کې ترسره شوې.