افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان د تهران په سرمشریزه کې ګډون کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد به د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې ګډون وکړي. دغه غونډه ټاکل شوې د ډسمبر په درېیمه او څلورمه په تهران کې جوړه شي.
د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل ویلي، د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ په دې غونډه کې برخه واخلي او د اسلامي امارت استازیتوب به وکړي.
په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډه به د دې سازمان د غړو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي راټول کړي. د غونډې په اجنډا کې د سیمهییزې همکارۍ، سوداګرۍ، اقتصادي ودې او د ترانسپورتي اړیکو په اړه بحثونه شامل بلل شوي دي.
د کابل د ګډون اعلان وروسته له هغه شوی چې افغانستان د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې ګډون ته ونه بلل شو؛ سره له دې چې افغانستان د دغه سیمهییز سازمان غړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې اسلاماباد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني، له همدې امله یې کابل غونډې ته نه و بللی. پاکستاني چارواکو دا ادعا هم کړې وه چې د سازمان دارالانشا د افغانستان غړیتوب ځنډولی دی.
افغان چارواکو د اسلاماباد پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات باید د افغانستان د سیمهییزو اقتصادي همکاریو او ګډو نوښتونو مخه ونه نیسي. د تهران په سرمشریزه کې د کابل ګډون کولای شي له سیمهییزو شریکانو سره د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، ترانزیټي نښلونې او نورو همکاریو په اړه د اړیکو د بیا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.