د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالودود همت عمرزوی

د عبدالودود همت عمرزوی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

بادونهبشپړ شعر ولولئ

بادونه

عبدالودود همت عمرزوی

درختي مغزي ښوروي.
د څڼو شنه تارونه لاندي لوېږي.
د ځمکي مخ په دوړو ښه وموږي.
بیايې په بل تاو کې څنډي ګردونه.
ډبري وڅخوي له خپله ځایه.
کله شرنګی سي سره وجنګېږي.
یو د بل سر په دې ټکرکې مات کړي.
غرونه د لویو لویو دښتو ترمنځ.
د باد د تللو تارو ږغ ته ورکړي.
څوسلامونه څویادونه د زړه.
باد يې هم ډډ ږغونه ورسوي.
ترلري لري بیابانونو پوري.
لکه آسونه بزکشي چې کوي.
داسي په تراټ چټکه منډه واخلي.
د خړو رېګو د ذرو کڅوڼه.
سورې سورې ترشا تویېږي ځیني.
داغ کړي رېګ لکه باران اوروي.
باد دی سرمسته هرځای سرجنګوي.

١٣\٤\١٤٠٢
***************************************