د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد صدیق کاوون

د محمد صدیق کاوون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

لېونی او چناربشپړ شعر ولولئ

لېونی او چنار

محمد صدیق کاوون

دا چې غیرت غيرت کوي، غيرت يې باد وړی دی
د لنگوټي، جگې شملې شوکت يې باد وړی دی

د زرو شـوق تـرېنـه جـذبـه د آزادۍ هـېره کړه
د سرښنـدنې افغاني هـويـت يـې باد وړی دی

چې يې د مور ټيکري ته چا کاږه کتلای نه شول
د خــور حـيا او د پــړوني پـت يـې باد وړی دی

په پنجابي تېلو ککړ شو، خدايه خير کړې ورته
د پـښتونـوالي انـساني سيـرت يې باد وړی دی

لېونی خوښ دی چې به کښېني د چنار سيوري ته
د سـرو نـنگونـو شمشادي قامت يې باد وړی دی

د آزادۍ د ولـولـو شــمــال پــرې نــه لــگـېـږي
د شنې وږمې د شنه وزر نگهت يې باد وړی دی

خـپلـه بـقـا د بـل غـلام پـه غـلامـۍ کـښې ويني
د پـلار غـرور او د بابا عزت يـې بـاد وړی دی.