د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

کبیر کاکړ

د کبیر کاکړ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

!ګاونډيهبشپړ شعر ولولئ

!ګاونډيه

کبیر کاکړ

په خوښۍ نه وم درغلى ، مجبوري وه
کور مې سوى کلى وران وه ، بې کسي وه
د نفاق مرض وه تاسو ، رالېږلى
ورور د ورور وينو ته تږى تربوري وه
له ممبره دې راتللې فتواګانې
راسره دې د اسلام په نوم ” وروري ” وه
نه مې ورور نه مسلمان وې خطا کاره
پرون نه مې شو ويلى بې وسي وه
دوست مې نه يې په اسلام دې هم شکمن يم
په همدې پلمه دې کړې تل ټګي وه
ته خو نسل د مغول او مکناټن يې
د افغان سره دې کړې دښمني وه
نن چې وينم ستا وحشت په مهاجرو
کاکړ کړې لا پخوايې پېشبيني وه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

کبیر کاکړ

له ځينو نه په دروغو کې خوږې خبرې اورم
او کله له نفرت ډکې ترخې خبرې اورم
قانون دى تړل شوى په ځنځير د زولنو کې
ښکاره د تشدد ډېرې سپېرې خبرې اورم
له ښکې بادونه الوزي راځي په بره بره
له برو څخه هم اوس د فتنې خبرې اورم
سپين ښکاري ته به وايې له کعبې څخه راغلي
د سپينو ترشا تورې کله شنې خبرې اورم
د سولې د ورورۍ د محبت به درته وايي
د سولې په نامه ترې د جګړې خبرې اورم
د عدل د بښنې په وعدو وفا ونشوه
له غمه هره ورځ د جنازې خبرې اورم
تاريخ د پلار نيکه خو په شرمو، نه شرموي څوک
کږو خولو نه نن بيا ډېرې کږې خبرې اورم
تاريخ به احمدشاه امان الله کله هېر نکړي
په وياړ يې افغانانو نه درنې خبرې اورم
کاکړه د ملي ګټو ساتنه زمونږ فرض ده
اوس ځکه د يووالي د جرګې خبرې اورم
کبير کاکړ
٢٤،١،٢٠٢٣

/////////////////////////////////////////////////

هېوادبشپړ شعر ولولئ

هېواد

کبیر کاکړ

نه په دوعا ، نه په ښېرو جوړېږي

نه د شپو ورځو په توبو جوړېږي

چې وحدت نه وي صداقت هم نه وي

نه په نفرت نه په کينو جوړېږي

اهل د کارته ، کار سپارل اړين دي

نه د واکمنو په وعدو جوړېږي

په تنبلۍ خوراک څښاک هم نه شي

دا د ځوانانو په نيرو جوړېږي

چې اولادونه علم او فن ولري

د وطن هرڅه په همدو جوړېږي

کاکړه ستاخو د جرګو وطن دى

دا د مشرانو په جرګو جوړېږي

٢٨ ، ٤ ، ٢٢