د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

آمنه فنا

د آمنه فنا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

34 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

آمنه فنا

زما د زړه زخمي زخمي ارمانه
د زړه ارمانه، ارماني ارمانه

زه خو دا ستا په امید ژوند تېروم
ستا به هم زړه کې ارمان وې ارمانه؟

زړه کې مې خښ کړلې زیارت مې کړلې
د پوهنتون، د ښونځي ارمانه

اخی سیلۍ د خزان وځپلې
ارمان ارمان د پسرلي ارمانه

نه به اوربل کې سره ګلونه کېږدم
نه به په لاس کړم شنه بنګړي ارمانه

فنا به هېڅوک ګرم ونه ګڼمه
ژاړم به خپله بې وسي ارمانه

نری شمالهبشپړ شعر ولولئ

نری شماله

آمنه فنا

نری شماله!

د سپرلي نری شماله
راوړه حال زما د کلي
حال زما د کلي ښکلي
د ها ښکلي، ها سپېڅلي
پوره کال شو تللې نه یم
کور او کلی مې یادېږي
زړه مې ویلې اوبه کیږي

د سپرلي نری شماله
راته وایه راته وایه
د بابا کلا مې بیا ده ګلپوش شوي؟
د بادام او د مڼو په سپينو ګلو
د ويالو په غاړې غاړې
سره او سپین غاټول ګل شوي؟
ها د نیا د کوټې مخ ته
انار ګل دی او کنه دی؟
هغه پورې ارغوان یې غوړېدلی؟
د چهارمغز پاڼې شینې شوي؟
دنداسه چا ترې وهلې؟

د سپرلې نری شماله
د بابا له ګلخانې مې راته وایه
رنګارنګ ګلان یې چا ورته پاللي؟
تندې نه دي سوزولي؟
خیشاوه یې ورته کړې؟
په غزلو په ټپو دي چا ستايلې؟
المارۍ د کتابونو یې ده څنګه؟
ګرد خو نه دی پې پرېوتی؟
چا لولستلي دي کنه دي؟
مازدیګر د چامبیل لاندې
د مرسل ګلونو مخ ته
د حافظ غزلې چا ډیکلمه کړې؟

د سپرلي نری شماله
د بابا د زمزمو غږ به مې نه وي په چمن کې؟
اخی مړ دې رانه مه وای
د بېلتون قیامت د ما لېدلی مه وای
کاشکې ژوند یې مازدیګر هېڅ نه لرلی
چې دا لمر پرېوتی نه وای
زه دې ستړو ماښاموته پاتې مه وای
خدایه مانه دې زما شمس ورک کړی مه وای
خاورې خاورې دې ها ګل ګل سړی نه وای
رب دې روح په جتنو کړي

د سپرلي نری شماله
څه نرۍ څړیکې مې زړه کړي
ژوند به نور راسره څه کړي
مانه پاتې شیرین کلی
نغری به مې اوس ړنګ وي
د تنور غاړه به یخه
چا به پاستي، دستکۍ، پرې پخې نه وي
او حجره به یې خالي له میلمنو وي

د سپرلي نری شماله
د کلا د څنګ باغچې نه راته وایه
ارغوان په کې ډېر شوي؟
د مرسل ګلو څه حال دی؟
زردآلو به وي ګل کړی؟
ها څوکې د لرګي اوس هم هلته ایښې؟
خړه مځکه یې پستو وښو فرش کړې؟
سپین ګلان پرې ورېدلي؟

د سپرلي نری شماله
د کړکۍ خواته پاغچه کې مو څه حال دی؟
د ګلانو، د نوتاکو
ها دوه لویې د توت ونې به اوس شنې وي
چپرک ونې دي سږ کال توت نیولي؟
الوچه خو به بیا نه وي ړنګه شوې؟
د کړکۍ مخ ته وړه مڼه ګل شوې؟

د سپرلي نری شماله
د کلا شا باغ شین شوی؟
تاکو وږي راشنه کړي؟
د خستاکو بوی مې یاد شي
دهقانانو بیا پڼډونه ترې تړلي؟
ها اینځر به وي زما له قد لوړ شوی
ها د باغ کونج کې سنځلې به وي بیا عطر شیندلې
چا یې ښاخ زما د نیا کوټې ته وړی؟
اخ قربان یې، وه په عطرو یې میینه
زړه مې وچ پسې خوږیږي
د ټټر د لونګين بوې مې یادیږي
څومره مینه یې راکوله
بډوګۍ به مې بلله
خدایه کړې یې د جنت بسته بلبله

د سپرلي نری شماله
اوس به کلی شین جنت وي
اوس به کلي کې واده وي
هرې څانګې به وي نوې ګلدوزي جامې اغوستې
له خوښۍ او له مستۍ به
په چکچکو په نڅا وي
تابه هم په پستو شونډو
ورښکل کړې سرې غوټۍ وي

د سپرلي نری شماله
مرغکۍ به وي خوشحاله
څه نری باران به اوري
خوشبويې به خيژي آن له خړ دېواله
د څڼڅڼو به اتڼ وي
بوراګانې بلبلانې به له سرو ګلو تاوېږي
او ګلپاڼې به نڅېږي
د نرګسو په وږمو به
فطرت څه غرق نشه کیږي
ژوند به څه ترو تازه وي
ته وا خلاصه د جنت به دروازه وي

د سپرلي نری شماله
راوړه حال زما د کلي
حال زما د کلي ښکلي
پوره کال شو تللې نه یم
له دې ټولو کیفیونو نه محرومه
میراثي مې ارمانونه
بس مجبوره زندګي ده
بې سروره زندګي ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

آمنه فنا

نن مې زړه غواړي وزرې واغوندم
د غزل زرينې پَرې واغوندم

پرېږده پرېږده چې نغمه نغمه نغمه شم
پرېږده پرېږده چې سندرې واغوندم

زه به څه وکړم پروا د ساړه ژمي
زه چې ستا تودې خبرې واغوندم

ستا د زړه تر بام د خیال پر وزر درشم؟
که وزرې د کوترې واغوندم؟

چې میین مې په شاعرو سترګو نه شوې
فنا رنګ د څنګ دلبرې واغوندم

د خزان ګړکۍبشپړ شعر ولولئ

د خزان ګړکۍ

آمنه فنا

یه زړګيه،! یه زړګیه!

ته پوهېږې؟ ته پوهېږې؟

موده کېږي، موده کېږي

نړېدلي مې د هلیو دنګ برجونه

خاورې خاورې مې دي ګل ګل امیدونه

مستانه احساس مې شنه لوخړه شوی

هدیره یم، هدیره يمه دننه

ښايستونه، ارزښتونه مې بایللي
د خزان کړکۍ کې ناسته

د پیکي ګل مې رژېږي

د ټیکري پیڅکه مې نیمه ده خوړلې

په ژړا مې دې رانجه له سترګو وړي

ګلابي شونډو مې تور پتري نیولي

شوم د مني ژېړه پاڼه
د لمنې سپین پاولي مې زنګ وهلي

تروو اوښکو مې ټټر را شړولی

مړوندوکې مې بنګړي دي ګونګي شوي

د نغمو مهینې غاړې چا رېبلي

سندربولې مرغکۍ دي بورې شوي

ماشومانې ترانې یې ور وژلې
توبه خدایه مسلمانو

څه کافرې کانې کړي

دروازې د ښونځيو دې تړلي

د جنت پچه سپینه لار یې

دوزخونه دي کرلي
خو زه نه پرېږدم چې بیا دې

په تیارو کې شمه ورکه

یا د جهل، یا د جبر

په وهمو کې شمه ورکه

که اغزي وي، که چړې وي

که دوزخ وي، که لمبې وي

تر رڼا ځان رسومه

زما عشقه مقدسه

زه تر تا ځان رسومه
ته باور راباندې وکړه

او تاوده لاسونه راکړه

یوه ورځ به مې نرۍ ګوتې

رڼا درته ډالۍ کړي

دا لمنه د مریم به مې

عیسی درته ډالۍ کړي