پښتو ادب · شاعران
پوهنوال عبدالخالق رشيد
د پوهنوال عبدالخالق رشيد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پوهنوال عبدالخالق رشيد
مرم د ګلونو جنازې په خپلو ګوتو شمېرم
پوهيږې ستا خوږې ګيلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته د خالونو قاتل يې په دې كي شك نشته دى
زه د قتلونو سلسلې په خپلو ګوتو شمېرم
ته خو په زړه باندي كافره يې زه هم پوهېږم
ډېر سخت ناچار يم دا نخرې په خپلو ګوتو شمېرم
دا د هوسيو دود دى ټول عمر جوړې جوړې وي
چي ستا د خيال او غم جوړې په خپلو ګوتو شمېرم
د رب په كور كي د تيارې او رڼا يوه بيه ده
زه پر سپين مخ د خال تيارې په خپلو ګوتو شمېرم
محمود اياز ته وكتل سومنات ونړېده
زه تاته ګورم دا پيرې په خپلو ګوتو شمېرم
نوى ډيلى/1382 جوزا