پښتو ادب · شاعران
عبدالصبور ټکر
د عبدالصبور ټکر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
ټوپكبشپړ شعر ولولئ
ټوپك
عبدالصبور ټکر
نور به زلمي قلم په سر ږدي، ټوپك اور كې سېزي
كتاب پر سترګو، پر ځيګر ږدي، ټوپك اور كې سېزي
نور د پرديو په لمسون خپل كلي نه ورانوي
ډېوې د علم لر و بر ږدي، ټوپك اور كې سېزي
دوى ته تعليم په كار دى، دوې لسيزې جنګ ځپلي
قدم د هر ښوونځي په در ږدي، ټوپك اور كې سېزي
تل به د خپل وطن د هر بچي پالنه كوي
بېل پر اوږه، هر يو بزګر ږدي، ټوپك اور كې سېزي
عبدالصبور ټكر د هغې پېغلې خال يادوي
چې په قلم يې په هنر ږدي، ټوپك اور كې سېزي.