پښتو ادب · شاعران
تقي حصار شاهيوال
د تقي حصار شاهيوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
شهيدې ناهيدې ته!بشپړ شعر ولولئ
شهيدې ناهيدې ته!
تقي حصار شاهيوال
له خپل عزته ځارېده، قربانېده، خندېده
افغانه پېغله په سرو وينو لمبېده، خندېده
لكه ناهيده چې له خپل پته يې ځان قربان كړ
له لوړه پوړه چې پر ځمكه رالوېده، خندېده
ځان يې قربان كړ، خو د پت لوى درناوى يې وكړ
له پنځم چته چې پر خاورو توغلېده، خندېده
د شهادت مقام يې وګاټه هغې افغانې
د پېغلو ميره پس له مرګه ځلېده، خندېده
د حيا نښه شوله دا ټولې دنيا ته ښكاره
د رزيلانو له پنجو چې خلاصېده، خندېده
د پت عزت اواز يې خپور شو پر جهان ملګرو!
له بې پتۍ نه په مرګي خوشحالېده، خندېده
ابدي ژوند دې مبارك شه زموږ خور ناهيدې!
چې جنازې افغانو پېغلو اخيسته، خندېده
حصار شاهيوال تقي به ستا په نوم كيسې وليكي
ناهيد افغانه چې د مرګ كلي ته تله، خندېده.