پښتو ادب · شاعران
طاهر بونيرى
د طاهر بونيرى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
طاهر بونيرى
غزل
داســــې دې يـادزمـــا پــــه زړه کې غـزونې کوي
لـــکه څوک رنــد چــي په نشه کې غـزونې کوي
زړګيــــه ! هر مازيګر دا خبرې څــــله کـــــــــــوي
چې شاه ليلى به اوس چينه کې غزونـــې کـــوي
يه سترګو!مه ګورئ راوګرځي شکمنه نـــه شـــي
وړه کوچـــۍ ده په خيمه کې غــــزونې کــــــــوي
دکلي خلق په کوټــــو کښي په ارام ويـــده شي
طاهــراکـــثرپه نيمه شپه کې غــــــزونې کـــــــوي