پښتو ادب · شاعران
سيدرحمان وګړپال حبيب
د سيدرحمان وګړپال حبيب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
خيالبشپړ شعر ولولئ
خيال
سيدرحمان وګړپال حبيب
خيال
ما چي په ځان واخيست تهمتونه ستا
څه له که راکوې څوک پيغورونه ستا
څنګه دي پيغور په ځان وانخلمه
شونډي دي غوټۍ سترګي جامونه ستا
مږده په زړګي مې دملهم پټۍ
پريږده چي پکي وې پرهرونه ستا
دومره خيال يې ساته ما خو درکړلو
ډير پکي پراته دي ارمانونه ستا
شک راته پيداشي يارانه کي دي
کله چي راياد کړمه لوظونه ستا
دې دنيا کي دغه راپه برخه شو
خيال کي جوړومه تصويرونه ستا