د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غفور لېوال -واشنګتن دي سي

د غفور لېوال -واشنګتن دي سي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

مادوطن بيلتون ليدلی . . .بشپړ شعر ولولئ

مادوطن بيلتون ليدلی . . .

غفور لېوال -واشنګتن دي سي

غزل

جانانه څوک چيرې هم داسې ناروا نه کوي

چې زړه کې ناست وي خو پروا دزړه واﻻ نه کوي

دومره ډير فرق دی ستادسترګو اودخلکو ترمنځ

خبرې ټول کوي خو هېڅوک يې ادا نه کوي

چې ته راونه ګورې روح به مې ځان څه وويني

چې تصوير نه وي ائينه چا ته خندا نه کوي

اخر به زموږ زړونه دخدایج حسن په خوب وويني

دغه مين ماشومان هېڅکله ګناه نه کوي

وايي مرګ سخت دی روح له تنه جدا کيږي

مادوطن بيلتون ليدلی هېڅ پروا نه کوي

٢٨وری١٣٨٤