د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پوهنمل محمد معصوم هوتک

د پوهنمل محمد معصوم هوتک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

د علامه رشاد ( رح ) د وفات تاريخي قطعهبشپړ شعر ولولئ

د علامه رشاد ( رح ) د وفات تاريخي قطعه

پوهنمل محمد معصوم هوتک

پوهنمل محمد معصوم هوتک - کاناډا

دعلامه رشاد( رح )

دوفات تاريخي قطعه

نن پــــــــــــرټــــــــــــول قلمستان دئ داستادغم

پـــــرقيتول و پـــــــــــرخيبروپــــــــــرشمشادغم

مجال نه راکاوه اوښـــــــــــکو، چي يې وکښم

ورځ وکال ، مياشت وساعت ددې نامرادغم

غمشريک راسره عقل ســـــــــــو ، وې ليکه !

په تاريخ کي ددې غـــــــــم ، چي دئ هفتادغم

قوم ، ولس ، ياران بې ســــره افغان شوټ سو

چي نازل ســــــــــــــــوپرې ناڅاپه ( درشادغم )

محمدمعصوم هوتک

اوکويل ـــ کاناډا

١٠ ډسمبر ٢٠٠٤ ع

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

حل :

تاريخي ماده = ( درشادغم ) = ١٥٤٩

دقوم ، ولس ، ياران ( سر ) اود افغان ( پښې ) = ق + و + ی + ن = ١٠٠ + ٦ +١٠ + ٥٠ = ١٦٦

د ( بې سره ) او ( شوټ ) کلمات دتخرجې عمليې له پاره قرينې دي اوددې قرينوپربنسټ بايد له تاريخي مادې څخه ( ١٦٦ ) منفي سي . په دې ډول :

١٥٤٩ – ١٦٦ = ١٣٨٣

علامه رشاد( رح ) د١٣٨٣ ش کال دلېندۍ دمياشتي پريوولسمه د٨٣ کالوپه عمروفات سو. خدای دي دده جنتونه په برخه کړي اودده دﻻروي پيروان دي خدای ډېرلري ( آمين ) .