پښتو ادب · شاعران
جلال احمد امرخېل
د جلال احمد امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
چې د قران .................بشپړ شعر ولولئ
چې د قران .................
جلال احمد امرخېل
چې د قران په سر مې وينه توی شي
ما د عثمان غوندې اصيل کړې ربه
د ابرهه لښکر کعبه ورانوي
بيا رانازل پرې ابابيل کړې ربه
زمونږ کتاب ته چې په سپکه ګوري
ته ېې په خپل قهر ذليل کړې ربه
د وخت فرعون چې په کې غرک و پرک شي
زما دا اوښکې رودنيل کړې ربه
غــــــــزلبشپړ شعر ولولئ
غــــــــزل
جلال احمد امرخېل
چا دې وطنه له جبين نه غمي پور اخيستي
چادې د سترګو ائين نه غمي پور اخيستي
ځنو سرلوړی هندوکش په اجاره نيولی
چا د امو له تاترين نه غمي پور اخيستي
دا تور چې نن ورباندې ښکلي او ښايسته ښکارېږي
دوي خو دا ستا له لونګين نه غمي پور اخيستي
ماښامه ته چې سور او سپين ېې تا زما د اشنا
د اننګو له ماسپښين نه غمي پور اخيستي
که ټول پنجاب ورباندې راکړي سر په سر به نه شو
پېغلو ېې دومره اباسين نه غمي پور اخيستي
دا چې وزرې کوي لمر ته او سپوږمۍ ته خيژي
ټولو زمونږ قران او دين نه غمي پور اخيستي
د امرخېل د غزل هار که په نازونو راغی
پوه شئ چې بيا ېې نازنين نه غمي پور اخيستي
جلال احمد امرخېل