پښتو ادب · شاعران
زرولي خوشنود – خوست
د زرولي خوشنود - خوست پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
سره ګلونهبشپړ شعر ولولئ
سره ګلونه
زرولي خوشنود - خوست
١٣٨٤غبرګولی ١
سره ګلونه
ښه ښکلي پسرلي کي سره ګلونه ښکلي ښکاري
د مرغانو پرې چغار وي چمنونه ښکلي ښکاري
دی خزان د جدايی ځای يې شي پورته په اسمان کي
شي د عشق په محفل کي يې نازونه ښکلي ښکاري
دغه وخت خو د خندا وي ای خوشنوده فکر وکړه
دغه نښي د قدرت په کي فکرونه ښکلي ښکاري