پښتو ادب · شاعران
سردار ولي څرک- ننګرهار
د سردار ولي څرک- ننګرهار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک- ننګرهار
هېڅ دې ګوزارونه خطا نه لګي
نېغ مې په زړګي باندې باڼه لګي
تاله چې همېش ياره درګورمه
خوښ مې يې په تا باندې مې زړه لګي
نور راته دناز ښېراوې مه کوه
هسې نه يو ورځ راباندې وه لګي
خير که ته خوږو پرځاى ترخه کوې
ماباندې ترخه دې هم خواږه لګي
اوسي مې جانان په کې ، سردار اوسي
ځکه ننګرهار راباندې ښه لګي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک- ننګرهار
ته مې يار شه ، مادې يار کړه
لېونو کې مې دې شمار کړه
ته مې نه شوې خو ماهسې
زندګي له تانه زار کړه
همېشه دې په خوله دا وې
همېشه وايې چې وار کړه
ته رانغلې خو ما ستړې
ستا دکلي کوڅې لار کړه
چې له حاله مې خبر شې
خداى دي ماغوندې بيمار کړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک- ننګرهار
چې نه زړګى ياره نه خوله راکوې
وايه ظالمه راله څه راکوې
څنګه يې ومنمه ته ووايه
له مازړه وړې ماله يې نه راکوې
زه خو له تاځنې شراب غواړمه
ولې اشنا راته اوبه راکوې
څه دمياعلي صيب لېونى خو نه يم
چې دخوږو پرځاى ترخه راکوې
نورې بانې دې ګرانې نه منمه
دا ځل به خامخا ته خوله راکوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
سردار ولي څرک- ننګرهار
ماته چې خواږه ګورې
کاربه راله وګورې
ولې مې خون اخلې ته
ولې راته مړه ګورې
يو ځاى يې روغ نشته دى
کوم ځاى مې دزړه ګورې
لږ خو سر راوباسه
څو به ته له وره ګورې
سترګې خو دې شته کنه
حال دسردار نه ګورې