پښتو ادب · شاعران
صابر اصلزئ – سويډن
د صابر اصلزئ - سويډن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
پښتوژبه خوږه ژبهبشپړ شعر ولولئ
پښتوژبه خوږه ژبه
صابر اصلزئ - سويډن
ځکه خوږه ده چه پښتوژبه ده
دننګياليوپښتنوژبه ده
دتاريخ پاڼې په زرينوليکو
دادهغولوړوشملوژبه ده
چه ئې ملياردخدمتوجوګه دئ
دښکلي باغ دسروګلوژبه ده
کړي په خوږه لحجه خوږې خبرې
دادمرغانودطوطوژبه ده
په غروکې ونې په پښتو ږغيږي
داهم دښارهم دبانډوژبه ده
چه يې په هرتارکې سورونه پراته
دسريندو د ربابوژبه ده
چي دګيډۍ څڼونه شړق وباسي
داتڼ چيانود ډولو ژبه ده
ده په کلتوراوپه فرهنګ ولاړه
دخپل ادب دمعيارو ژبه ده
په نرمه ژبه سمه غر پوهوي
دزغم نه ډکه حوسيلوژبه ده
هره لحجه يې دايمان نه ډکه
ځکه خودادجنتو ژبه ده
ولې اغيارکړي ددوزخ خبرې
دجنتيانود فرقو ژبه ده
په اصلزي باندې ده ځکه ګرانه
دخوږې مورللوللوژبه ده