پښتو ادب · شاعران
ذمین الله وثیق-کابل
د ذمین الله وثیق-کابل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذمین الله وثیق-کابل
د رحيم ګل څاروان انتخاب
ذمین الله وثیق
چې سره یو بل ته موسکي غوندې شو
نشه نشه شو لېوني غوندې شو
پرون مو څنگه په ناز ناز کتلو
راځه چې نن هم پروني غوندې شو
نصیبه ستا، نصیبه ستا له لاسه
ښکلي گلان راته اغزي غوندې شو
گله دا ستا رخسار ته نه شو ورته
که گلان واړه گلالي غوندې شو
بس په گناه د غریبۍ راځنې
پردي لا څه کړې خپل پردي غوندې شو